د فلم ننداره او د هغه په اړه خبرې اترې
حوا، مرېم، عاېشه
ډاېرکټره: صحرا کریمی
ډاېرکټره: صحرا کریمی
افغانستان، ۲۰۱۹، ۸۶ دقیقې
سینمایي فلم
اصلي نسخه له انگلیسي لمنلیک سره
درې افغان ښځې چې بېلابېلې ټولنیزې ریښې لري او په کابل کې ژوند کوي، په خپل ژوند کې له یوې لویې ننگونې سره مخ دي. حوا یوه دودیزه او امیندواره ښځه ده، چې هیڅوک پاملرنه نه ورته کوي او له خپل پلار او خواښې سره ژوند کوي. یوازینۍ خوښي یې په خپل رحم کې له ماشوم سره خبرې اترې دي. مريم د تلويزيون يوه لوستې خبرياله ده، غواړي له خپل بې وفا مېړه څخه طلاق واخلي. خو متوجه کېږي چې امیندواره ده. ۱۸ کلنه عایشه د خپل تره له زوی سره واده کولو ته غاړه ږدي ځکه چې ملگري یې امیندواره کړې ده، او هغه هم پر دې خبره له پوهېدو وروسته، تري تم کېږي. هره یوه باید خپله ستونزه د لومړي ځل لپاره په خپله حل کړي.
جزئیات
ACUDkino
Veteranenstraße 21
10119 Berlin
ژبه: اصلي متن د انګلیسي سرلیکونو سره
بیه: تکت وړیا دی