مشارکین

نړېوال همکار سازمانونه

د افغانستان فستیوال ګډونوال

پر افغانستان د تمرکز فستیوال د جون له ۳۰ مې څخه د جولای تر ۲ ېمې نېټې پورې په برلین کې د هنر په خونه ACUD کې ترسره شو. موږ له ټولو هنرمندانو، همکارانو او مېلمنو څخه مننه کوو، چې د فستیوال په بریالي کېدو کې یې ونډه لرله.

د پېښو لړۍ – ایران

گویته انستیتوت په جلاوطنۍ کې، په ایران کې د رژیم له خوا د ښځو ځپلو په وړاندې د اعتراضونو له امله، خپل فعالیت د پېښو د یوې لړۍ په ترڅ کې (د ۲۰۲۳ د جنورۍ له پای څخه د مارچ تر پېل پورې) ایران ته ځانگړی کړی و او خلک یې په برلین کې د هنر په خونه ACUD کې زیات شمېر پروګرامونو ته راوبلل. پروگرام په هېواد کې د کلتوري ټولنې اوسنی وضعیت منعکس کړ او آلمان-ایراني ټولنې ته یې د بحثونو له پاره یوه فضا برابره کړه .

  • ACUD Galerie
  • Logo Tehran Contemporary Sounds

Country Focus on Ukraine

ه «گوېته انستیتوت په جلاوطنۍ کې» پر اوکراین متمرکز شوی پروگرام د پراخو اقداماتو د کڅوړې یوه برخه ده، چې د فدرالي آلمان د بهرنیو چارو وزارت د هغې له پاره مالي زېرمې، د روسیې له خوا پر اوکراین د یرغل د منفي اغېزو د کمولو له پاره د 2022 کال له تکمیلي بودجې څخه چمتو کړې. 

د اوکراین د فستیوال مشارکین

د «گوېته انستیتوت په جلاوطنۍ کې» فستیوال د اوکراین پر هېواد په تمرکز د 2022 د اکتوبر له 6 مې تر 9 مې نېټې پورې په برلین کې د هنر په کور (ACUD) کې ترسره شو. موږ په دې اړه د پروگرام له ټولو مشارکینو، ټولو هنرمندانو او مېلمنو چې په پروگرام کې یې برخه اخستې وه، د گوېته انستیتوت له ټولو همکارانو، مشاورینو او دوستانو څخه چې له موږ سره یې د پروگرام په ترسره کېدو کې مرسته وکړه او هم د هنر له خونې (ACUD) څخه مننه کوو.

موږ تعقیب کړئ