دندې او موخې

په هغو هېوادونو کې چې گویته انستیتوت او نورې فرهنگي مؤسسې د جگړې یا سانسور له امله دې ته اړ شوي دي چې خپل دفترونه وتړي، زیات شمېر هنرمندان او روشنفکران د اعتراض، خبرو اترو او تبادلې شونتیاوې له لاسه ورکوي. هغه مشارکین چې گوېته انستیتوت په دې هېوادونو کې گډ کار ورسره کړی دی، هغه کسان چې انستیتوت ته د ژبې زده کوونکو او یا د عامو خلکو په توگه راتلل، زیات وختونه په خپله دې ته اړ کېږي چې خپل هېواد خوشې کړي؛ هغه اړیکې چې د لسیزو په لړ کې رامنځته شوې وې،  شلېږي.

گوېته انستیتوت په جلاوطنۍ کې به له دې امله په نړۍ کې د ټولو مؤسسو په استازیتوب، په کومو کې چې نور فرهنگي تبادله په خپل ځای کې شونې نه ده، په برلین کې د لیدو کتو له پاره د شونتیا، د خوندي چاپېریال او د مهاجرو فرهنگي فعالانو له پاره د فعالیت د ستیژ په توگه عمل کوي. د سیمې او نړۍ په کچه مهم بحثونه باېد په دې توگه ادامه ولري او بیا هم راڅرگند شي، له آلماني او نړېوالو همکارانو سره موجودې او نوې اړیکې پیاوړې شي. په دې توگه به د گوېته انستیتوت فعالیتونه د برلین په زړه کې هم احساس شي. د برلین د هنر په خونه (ACUD) کې د گوېته انستیتوت په جلاوطنۍ کې، اوس مهال دوه کلن پروگرام، یو منځنی تمځای دی چې په هغه کې په افغانستان، سوریې، بلاروس او اوکراېن کې د گوېته انستیتوت شلېدلي تارونه بیا سره نښلول کېږي.

د پروگرام مرکزي ټکي اجراآت، د فلمونو ښودل، له کتابونو لوستل، کنسرتونه او هم بحثونو، ورکشاپونه د شبکو د رامځته کولو  پروگرامونه او هم اوږدمهاله همکارۍ دي. هغه فرهنگي فعالان چې د ژوند گواښونکو شراېطو له امله نور نه شي کولی په خپلو هېوادونو کې کار وکړي او یا په سختۍ کار کولی شي، باېد له دې لارې د خپل فعالیت له پاره بیا هم فرصت ترلاسه کړي.

زموږ د پروژې د کار په مرکز کې، چې څو برخې یې لرلې، د 2022 کال په اکتوبر کې د یوه افتتاحیه فیستیوال په لړ کې لومړی هیواد اوکراین او ورپسې د 2023 په پیل کې افغانستان، له هغې وروسته سوریه او بیلاروس وو. خو د نورو هیوادونو لیبرال فکر لرونکي فرهنگي فعالان هم باید دلته د تبادلې او ښکاره کېدو له پاره یو ځای ومومي.

موږ د هنر په خونه ACUD کې د منظمو پروگرامونو ترڅنگه د برلین په نورو ځایونو او هم په ټول آلمان کې منفرد پروگرامونه ترسره کوو. د زیاتو معلوماتو له پاره زموږ د پروگرامونو جنتري وگورئ.
 

موږ تعقیب کړئ